موږ څوک یو

د غرونو د بشپړې پراختیا نړیوال مرکز د هېوادونو ترمنځ د پوهې او زده کړې مرکز دی چې د هندوکش او همالیا غرونو لرونکو سیمې په استازیتوب کارکوي. زموږ مرکز د نیپال په کاټمنډو کې دی او په خپلو اته سیمه یېزو غړو هېوادونو افغانستان، بنګلدیش ، بوټان ، چین ، هند ، میانمار ، نیپال او پاکستان کې د همدې هیوادونو لپاره کار کوو.

چې د هندوکش او همالیا غرونو سیمې د سړیو، ښځو او ماشومانو د ژوند ، موږ د دې لپاره کار کو او د ژوند چارو وضعیت ښه شي او د غرونو د چاپېریال او کلتور ساتنه وشي. هغه پوهه او زده کړه چې موږ وړاندې کوو، هغه د هندوکش او همالیا غرونو ده سیمې له اوسیدونکو سره مرسته کوي ترڅو نور هم انعطاف منونکي شي، نوي فرصتونه ومومي او د بدلون لپاره چمتو شي. زموږ کار د غرونو د ساتنې او د تل پاتی پراختیا لپاره سیمه ییزه همکاري پیاوړې کوي.

موږ څه کوو

د هندوکش او همالیې غرنۍ سیمه له خپلو جادویي غرونو سره رنګا رنګ خلک او کلتورونه لري او ګڼ شمېر ژوي، د اوبو او برښنا سرچینو او طبیعي سرچینو په لرلو سره یوه نړیواله پانګه ده. دا د نړۍ د وګړو څلورمې برخې ته د هغوی ژوند او ژوند چارې تامینوي. دا غرونه او سیمه په رښتینې توګه د ځمکې نبض دی، هغه ځای دی چې موږ پکې د خپلې ژوندۍ نړۍ روغتیا او سلامتي ارزولی شو.

اوس مهال ، د هندوکش او همالیا سیمه ، چې د ځمکې نبض دی، د کمزوري کیدوپه حال کې ده. د د بیلګې په توګه چاپېریال – هندوکش او همالیې سیمه له بېلابېلو فشارونو له امله ګواښ سره مخ ده یې تخریب کیږي، پراختیا یې بې ثباته ده، د اقلیم بدلون پیچلۍ اغیز او د ټولنیز اقتصاد ناڅرګند حالت دی. د غرونو د بشپړې پراختیا نړیوال مرکز هڅه کوي چې د ځمکې د دې نبض ساتنه وکړي. موږ یوه برخه د څیړنې او بله د پرمختګ لرو ، موږ په دې تړاو کار کوو چې د پرمختګ پالیسي اغیزمنه کړو او د نړۍ تر ټولو په پېچلې سیمه کې خپل کار مخ ته وړو.

زموږ پوهه هغه پانګه ده چې ژمن یو له نورو سره یې شریکه کړو. موږ پوهاوی رامنځ ته کوو، پر ستونزو ځان پوهوو او د څیړنو ، معلوماتو راټولولو او له نورو سره د تجربو شریکولو د اسانتیا لپاره شونې حل لارې وړاندې کوو. موږ معلومات شریکو ، د هندوکش او همالیې د سیمې څیړنې د نړیوالو څیړنو سره یوځای کوو او د نړیوالې او سیمه ییزې راکړې ورکړې لپاره شرایط برابرو.

موږ د سیمې د هېوادونو او کلتورونو ترمنځ کار کوو، د هغې سیمې لپاره کار کوو چې د اقلیم بدلون او نړیوال کیدو فشارونو یې کوچنیو ټولنو او سرچینو ته ګواښ پیښ کړی دی. موږ د غرونو د موضوعګانو په اړه عامه پوهاوی لوړو او په نړیوالو دریځونو او کنفرانسونو کې دغه غږ پورته کوو. موږ د سیمې په کچه خپل کار له نړیوالو سازمانونو او د هغوی د اصولو سره سم مخ ته وړو ترڅو ټول هیوادونه د ساینس او پوهې پر ګډه مسئله سره یوځای او راټول کړو.

د ځمکې نبض خوندي وساتئ

د هندوکش او همالیې غرنۍ سیمه ، زموږ د سترې نړۍ یوه کوچنۍ برخه یا کوچنۍ نړۍ ده. دا سیمه د ژوند ، کلتور ، ښکلا او بېلابېلو ژویو له رنګینیو ډک کور دی. که څه هم دا سیمه د اقلیم بدلون د ګواښ سره مخ ده .د هندوکش او همالیې غرنۍ سیمه له اوږدې مودې راهیسې له پامه موږ باید په دې پوه شو چې که موږ په همالیې کې یو او که د نړۍ په هر ګوټ ،غورځول شوې خو کې یو ، کله چې پر دې سیمه هر څه کیږي نو پر ټولې نړۍ اغیز کوي. زموږ غرونه زموږ د ځمکې نبض دی او موږ دلته د دې لپاره یو چې ساتنه یې وکړو.